افغانستان
په نيمروز کې پنځه تنه د انساني قاچاق په تور ونيول شول
د نيمروز ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت د مرکز زرنج ښار له درېيمې امنيتي حوزې څخه يې پنځه تنه د قاچاق په تور نيولي دي.
د نيمروز امنيه قومانداني وايي، له دغو پنځو کسانو څخه څلور رېکشا او يو موټر هم ترلاسه شوي دي.
ويل کيږي چې له تورنو کسانو پلټنې دوام لري او د هغوى اړوند دوسيې عدلي ارګانونو ته سپارل شوي دي.