سیمه
د صهیونیسټي پوځ د لوی درستیز استعفا
د عبراني ورځپاڼې یدیعوت احرونوت خبر ورکړی چې د صهیونیسټي پوځ د لوی درستیز جنرال هیرزي حلوي به د راتلونکې مارچ میاشتې په شپږمه نیټه له خپلې دندې استعفا وکړي.
دغې ورځپاڼې زیاته کړه: حلیوي په خپل استعفا لیک کښې لیکلي چې د اکتوبر د اوومې نیټې په سهار د اسرائیلو پوځ د اسرائیلو د اتباعو د ساتنې لپاره په خپل ماموریت کښې له بده مرغه ناکام شو او دروند او دردونکی قیمت یې ادا کړ.