نړۍ
مارکو روبیو د ټرمپ د ادارې د بهرنیو چارو وزارت لپاره د مشرانو جرګې رایې ترلاسه کړې
- د امریکا سنا د دوشنبې په ورځ (سلواغه ١) په متفقه توګه پخوانی جمهوري غوښتونکی سناتور مارکو روبیو د ډونالډ ټرمپ په اداره کې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تایید کړ.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روبیو پرته له کوم اختلافي رایو په ترلاسه کولو سره په حق کې ۹۹ رایې ترلاسه کړې.
روبیو د ټرمپ د کابینې لومړنی نوماند دی چې د امریکا د سنا له خوا تایید شو.