افغانستاننړۍ

د ټرمپ په امر د ۱۶۶۰ افغان کډوالو الوتنې لغوه شوې

رویټرز راپور ورکړی چې د کډوالۍ د پروګرامونو د ځنډولو په اړه د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستی حکم د شاوخوا 1,660 افغان کډوالو لپاره الوتنې لغوه کړې.

دغو کسانو مخکې د امریکا له حکومت څخه د بیا میشتیدنې اجازه ترلاسه کړې وه.

د رېپوټ له مخې، د امريکا مدافع وکيل شان وينډور، چې د افغانانو د ويستلو د پروسې مسووليت په غاړه لري، وويل، چې په دغو کسانو کې هغه بې سرپرسته ماشومان هم شته، چې پلان لري په امريکا کې له خپلو کورنيو سره يوځاى شي.

رویټرز زیاته کړې چې تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button