افغانستاننړۍ

هند غواړي له افغان حکومت سره اړیکې ښې او پراخې کړي

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جیسوال، د یوې خبري غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ چې هیواد یې د بشري مرستو او پراختیایي همکاریو په ورکولو سره د افغانستان د سرپرست حکومت سره خپلې اړیکې پیاوړې کول غواړي.

هغه د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وکرم مسري او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي ترمنځ وروستۍ غونډې ته په اشارې سره وویل چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعامل لوړه کچه په ګوته کوي.

د یادونې وړ ده چې د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په متحده عربي اماراتو کې د مولوي امیر خان متقي سره په لیدنه کې ژمنه کړې وه چې له افغانستان سره به سوداګري پراخه کړي، په ځانګړې توګه د چابهار بندر له لارې، او د روغتیا په برخه کې به همکاري وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button