سیمه
د غزې د اوربند له موافقې وروسته د رژیم د کورنیو چارو وزیر بن ګیر استعفا ورکړه
د رسنیو سرچینو راپور ورکړی چې د اسراییلو سخت دریځي کورنیو چارو وزیر د بندیانو د تبادلې تړون او د غزې د اوربند په اعتراض کې د رژیم له کابینې څخه استعفا ورکړې ده.
د اسراییلو د رژیم د کورنیو چارو وزیر وویل: “زه د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره مینه لرم.” زه به د لومړي وزیر د ساتلو لپاره هر څه وکړم، خو زه استعفا ورکوم ځکه چې لاسلیک شوی تړون ویجاړونکی دی.