سیمه
د ملګرو ملتونو د سرمنشي برکل لبنان ته سفر
د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرحان حق اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریس لبنان ته سفر کړی دی.
د حق په وینا، ګوتریس به د رسیدو سره سم د لبنان د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي به د جمعې په ورځ (د مرغومې ٢٨ مه) د سازمان د سوله ساتو ځواکونو له اډو څخه لیدنه وکړي. ګوتریس به د شنبې په ورځ د لبنان له سیاسي چارواکو سره وګوري او خبرې اترې به وکړي.