د متحده ایالاتو مرکزي قوماندې (سینټکام) اعلان وکړ چې د دوی قوماندان، مایکل ایرک کوریلا، سوریې ته د خپل سفر په جریان کې د بهرنیو نظامي پرسونل او د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو (قسد) چارواکو سره ولیدل.
سینټکام ادعا وکړه چې د سفر موخه د داعش پر وړاندې د مبارزې د وضعیت ارزونه او په سیمه کې د دې ډلې د بیا راپورته کیدو مخنیوی و.
دا په داسې حال کې ده چې ځینې شنونکي په دې باور دي چې د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد نسکورېدل متحده ایالاتو ته یو بل فرصت برابر کړی چې د یوې نوې سوریې په جوړولو سره د صهیونیسټ رژیم د ګټو د پرمختګ په اړه فکر وکړي.
د بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو څخه مخکې ورځو کې، پنټاګون په خاموشۍ سره په سوریه کې د امریکایي ځواکونو شمیر له ۹۰۰ څخه شاوخوا ۲۰۰۰ ته لوړ کړ.