د افغانستان او قطر د ګډې کارګر کمېټې غونډه د قطر د کار وزیرې نجوه بنت عبدالرحمن الثاني او د اسلامي امارت کار او ټولنیزو چارو وزارت د کارګرانو د کارموندنې څانګې مشر محمد امین انیس په مشرۍ ترسره شوه.
د قطر د کار وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کاري اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث وشو.