نړۍ

خلیلزاد د غزې د اوربند په اړه د ټرمپ پیغام اغېزمن وباله

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند د هوکړې هرکلی وکړ او ویې ویل چې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ پیغام په دې برخه کې اغېزمن و.

هغه په ​​ټولنیزه شبکه ایکس کې ولیکل: “زه د اوربند او یرغمل نیولو تړون د دایمي اوربند په لور د یو مهم لومړي ګام په توګه هرکلی کوم.”

دا څرګنده ده چې د ډونالډ ټرمپ پیغام اغیزمن و؛ “د قطر رول ډېر مهم و، هم د خبرو اترو د پلیټ فارم په توګه او هم د اسانتیا برابرونکي په توګه.”

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button