په چین کې د اسلامي امارت سفیر مولوي بلال کریمي د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د عمومي منشي استازې او د ختیځې اسیا د سیمه ییز پلاوي مشرې بلدا سارستیهلین سره وکتل.
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د عمومي منشي استازي وویل چې د دې غونډې موخه د چین د CIDCA او نورو نړیوالو سازمانونو په همکارۍ د افغانستان سره د بشري او زیربنایي برخو کې د کمېټې د کار تنظیم او دوام دی.
له بلې خوا، مولوي بلال کریمي په دې غونډه کې وویل چې هغه افغانان چې له پاکستان څخه وتلو ته اړ شوي دي د سرپناه، روغتیا، تعلیم او د ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاوي په برخو کې اړینو مرستو ته اړتیا لري.
ښاغلي کریمي د سره صلیب پر نړیوالې کمېټې غږ کړی چې په دې برخو کې زیاتې هڅې وکړي.