افغانستان
د پاکستان له زندانونو څخه ۱۹ افغان بندیان خوشې شول
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې ۱۹ تنه افغان اتباع د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي او هیواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت په وینا، دا کسان د قانوني استوګنې اسنادو د نشتوالي له امله د دوو میاشتو څخه تر پنځو کلونو پورې توقیف شوي وو.