افغانستان
اوچا: په ۲۰۲۵ کال کې به شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانان روغتیايي خدماتو ته اړتیا ولري
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د خپل ۲۰۲۵ کال د اجنډا په راپور کې اعلان کړی چې په راتلونکي کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۱۴.۳ میلیونه خلک بیړنیو روغتیايي خدماتو ته اړتیا ولري.
د راپور له مخې، د دې خلکو څخه به یوازې ۹.۳ میلیونه ته مرسته ورکړل شي.
اوچا دا هم ویلي چې د اړمنو کسانو په منځ کې، له ۲۳ سلنې څخه زیاتې ښځې، ۵۳ سلنه ماشومان، او نږدې ۱۰ سلنه معلولیت لرونکي خلک دي.
دې سازمان زیاته کړه چې د دې مرستې چمتو کولو لپاره له ۲۷۹ میلیون ډالرو څخه ډیرې بودیجې ته اړتیا ده.