افغانستاناقتصاد

افغانستان د روان کال په دریمه ربع کې د ۶۶۹.۷ ملیون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د روان کال په دریمه ربع کې د هیواد د صادراتو او وارداتو پورې اړوند ارقامو پر بنسټ، د افغانستان د صادراتو ارزښت ۶۶۹.۷ ملیون ډالرو ته رسیدلی دی.

د دې ادارې د شمېرو له مخې، د روان کال په دریمه ربع کې د تیر کال د دریمې ربعې په پرتله د هیواد صادراتو ارزښت ۳۴.۹ ملیون ډالر زیات شوی دی.

د دې ادارې په وینا، د هیواد تر ټولو زیات صادر شوي توکي وچې او تازه میوې، سبزیجات، طبي بوټي او منرالونه دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button