د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق وايي چې د جاپان حکومت افغانستان ته ۱.۵ میلیونه ډالر “اضافي مالي مرسته” ورکړې ده.
د صندوق له مخې، دا مرسته به د هیواد په کندهار، فاریاب او ننګرهار ولایتونو کې د میندو او زیږون روغتیا، ماشومانو او ځوانانو د ملاتړ لپاره ولګول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) مخکې په یوه راپور کې ویلي وو چې اوسنیو شرایطو او سړې ژمي ته په پام سره، د بشري مرستو چمتو کولو لپاره اضافي تمویل ته اړتیا ده.