سیمه
په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړې په اړه دوه ورځنی کنفرانس په پاکستان کې پای ته ورسید
په پاکستان کې د “په اسلامي ټولنو کې د نجونو تعلیم: ننګونې او فرصتونه” تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ غونډه د یکشنبې په ورځ (د مرغومې ٢٣ مه) د یوې پریکړې په تصویب سره پای ته ورسیده.
د کویتي رسنیو د راپورونو له مخې، دا پریکړه لیک د نجونو د زده کړې په برخه کې د بنسټیزو ننګونو د حل لپاره یو ګډ چوکاټ چمتو کوي، چې پر بنسټ یې په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړې فرصتونو د ښه کولو لپاره د نړیوالو سازمانونو سره همکاري پیاوړې کول اړین دي.
دا پریکړه لیک د نجونو د زده کړې د پرمختګ لپاره د یوې جامع تګلارې غوښتنه کوي.
- په پرېکړه لیک کې راغلي چې ملالې یوسفزۍ، چې د تعلیم فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ده، د افغان نجونو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې افغان ښځې او نجونې باید د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره آزادې وي. هغه پر مسلمانو مشرانو غږ وکړ چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره کار وکړي.