د افغان سرې میاشتې ټولنې او په کابل کې د ترکیې سفارت په جلا جلا بیانونو کې اعلان وکړ چې د هرات په تورغندي بندر کې د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې لخوا ۷۲۴ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي د افغان سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شول.
ویل شوي چې دا مرسته به ډېر ژر د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې مستحقو کسانو ته ووېشل شي.