افغانستاننړۍ

افغانستان به په ۲۰۲۴ کال کې د روسیې د اوړو تر ټولو لوی پېرودونکی وي

رویټرز خبري اژانس د روسیې د صادراتو او کرنې ادارې په حواله راپور ورکړی چې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د روسیې د اوړو ترټولو لوی پیرودونکی و.

د راپور له مخې، افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې له روسیې څخه د ۸۰ میلیون ډالرو په ارزښت اوړه واخیستل، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله دوه چنده زیات دي.

په همدې کال کې، روسیې بهرنیو هیوادونو ته د ټولټال ۳۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت اوړه صادر کړل.

د رویټرز په وینا، له افغانستان وروسته، چین او ترکمنستان د روسیې د اوړو نور لوی پیرودونکي وو.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button