سیمه

اسلامي امارت په اسلام آباد کې د نجونو د تعلیم په کنفرانس کې له ګډون څخه انکار وکړ

د پاکستان حکومت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې اسلامي امارت په اسلامي نړۍ کې د نجونو د تعلیم په اړه په نړیوال کنفرانس کې چې په اسلام آباد کې جوړ شوی و، ګډون نه دی کړی.

د پاکستان د پوهنې وزیر خالد مقبول صدیقي فرانسه رسنۍ ته وویل، “موږ افغانستان ته بلنه ورکړې وه، خو د افغانستان له حکومت څخه هیڅوک په کنفرانس کې حاضر نه وو.”

د یادونې وړ ده چې په اسلامي نړۍ کې د نجونو د زده کړې په اړه دوه ورځنی نړیوال کنفرانس نن (شنبه، د مرغومې په ٢٢ مه) په اسلام آباد کې پیل شو.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button