سیمه
د پاکستان صدراعظم او د اسلامي همکارۍ سازمان مشر د افغانستان په اړه خبرې وکړې
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د اسلامي همکاریو سازمان له سرمنشي حسین ابراهیم طحه سره وکتل او دواړو خواوو د افغانستان په اړه خبرې وکړې.
دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې د نجونو د زده کړې په اړه دوه ورځنی نړیوال کنفرانس نن (شنبه، د مرغومې ٢٢ مه) په اسلام آباد کې پیل کېږي.
د پاکستان صدراعظم د اسلامي همکاریو سازمان له سرمنشي محمد بن عبدالکریم عیسی سره هم وکتل.