افغانستان
د هرات نړیوال ترمینل د جوړولو کار، چې ۲۰ میلیونه ډالر لګښت لري، په چټکۍ سره روان دی
د قراردادي شرکت چارواکي وايي چې د هرات نړیوال ترمینل د لومړي پړاو د جوړولو کار په چټکۍ سره روان دی او دوی هڅه کوي چې د سیمه ییزې ادارې سره همغږي وکړي ترڅو پروژه د نړیوالو معیارونو سره سم پرمخ بوځي.
د هرات د والي مطبوعاتي دفتر وايي چې دا پروژه به د هرات ولایت په جنوب کې د نړیوالو معیارونو سره سم د ۱۰۰۰ جریبه ځمکې په ساحه کې د ۲۰ میلیون ډالرو څخه ډیر لګښت سره جوړه شي. د دې مهمې پروژې بشپړیدل د ښاري، ټرافیکي، ترانسپورتي او مسافرینو ډیری موجوده ستونزې به حل کړي.