سیمه

پاکستان افغانانو ته ۴۵۰۰ بورسونه ورکوي

د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق اعلان وکړ چې هیواد یې افغانانو ته ۴۵۰۰ بورسونه ورکوي.

دا بورسونه د طب، انجینرۍ او کرنې په برخو کې او د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه شتون لري.

محمد صادق په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د دې سکالرشپونو لپاره ۲۲۰۰۰ غوښتونکي به په دې میاشت کې آنلاین ازموینه ورکړي.

هغه زیاته کړه چې د بورسونو ۳۳ سلنه ښځینه زده کونکو ته ځانګړي شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button