سیمه
سلیمان فرانجیه د لبنان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د یوسف عون په ګټه له خپلې نوماندۍ لاس واخیست
د المرده غورځنګ مشر سلیمان فرانجیه اعلان وکړ: “اوس چې د ولسمشر د ټاکلو شرایط پوره شوي او د هغو پیښو په رڼا کې چې پیښ شوي دي، زه د ولسمشرۍ لپاره له خپلې کاندیدۍ څخه د لاس اخیستلو اعلان کوم.”
فرانجیه یادونه وکړه: “زه د پوځ د قوماندان جنرال جوزف عون ملاتړ کوم، څوک چې د ولسمشر د مقام د ترلاسه کولو وړتیاوې لري.” زه د ټاکنو په پروسه کې د پارلمان بریالیتوب غواړم، او هیله لرم چې هیواد به دا مرحله په یووالي، پوهاوي او مسؤلیت سره تیره کړي.
د لبنان د پارلمان غړي به نن (پنجشنبه، د جنوري ٩ مه) د هیواد د ولسمشر د ټاکلو لپاره غونډه وکړي.