افغانستان
اوچا: هسپانیه د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته یو ملیون یورو مرسته کوي
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته د هسپانیې له خوا د یو ملیون یورو (چې د ۱.۱ ملیون ډالرو معادل دی) د مرستې اعلان وکړ.
اوچا نن (پنجشنبه، د جنوري ٩ مه) په ټویټر کې په یوه پیغام کې د هسپانیې څخه د دې مرستې مننه وکړه او ویې ویل چې دوامداره ملاتړ به په افغانستان کې ژوند وژغوري.
د دې دفتر په وینا، په افغانستان کې به تر ۲۰۲۵ کال پورې ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري، او د مرستې چمتو کولو لپاره ۲.۲۴ ملیارد ډالرو بودیجې ته اړتیا ده.
اوچا په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د خلکو سره د مرستې لپاره د ۳.۰۶ ملیارد ډالرو بودیجې غوښتنه کړې وه؛ خو د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو له مخې، د دې بودیجې شاوخوا ۴۰ سلنه چمتو شوې وه.