افغانستان
په کندهار کې د مهاجرینو لپاره د ځمکو د ویش بهیر پیل شو
د هېواد د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د کندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ د کډوالو د ستونزو د هواري لپاره د کمېسيون د غړو او نورو چارواکو په حضور کې پيل شوې ده.
د هېواد د وسله والو ځواکونو لوى درستيز قاري فصيح الدين فطرت له هغو هېوادونو څخه چې په زوره د افغان مهاجرينو د شړلو غوښتنه کوي له مهاجرينو سره د ظلم او ستم مخه ونيسي او افغان مهاجرينو ته اجازه ورکړي چې په خپله خوښه خپل هيواد ته ستانه شي.