افغانستان
په فاریاب کې پر ۲۷۴ اړمنو کورنیو نغدي او کمپلې وویشل شوې
- د فارياب ولايت د اقتصاد رياست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په قيصار ولسوالۍ کې له ۲۷۴ اړمنو او زيانمنو شويو کورنيو سره د نغدي او کمپلو مرسته وشوه.
د فارياب د اقتصاد رياست د رسنيو د څانګې مسوول محبوب الله البيګي وايي، هرې مستحقې کورنۍ ته ۱۹۳۶۰ افغانۍ نغدې او پنځه کمپلې ورکړل شوې.
د هغه په وينا، دغه مرستې د سه شنبې په ورځ (د مرغومې ١٨مه) د فارياب د اقتصاد رييس په همغږۍ او د اړوندو بنسټونو د استازو په شتون کې د يوه همکار بنسټ له خوا ووېشل شوې.
د فارياب د اقتصاد رياست مسوولينو له دې وړاندې هم په دغه ولايت کې پر اړمنو کورنيو د نغدو پيسو او خوراکي توکو د وېش اعلان کړى و.