افغانستانویډیويي راپور
د پوهې کړکۍ؛ د مزارشریف ښار د کتابتونونو مستند فلم
مزارشريف ښار چې د افغانستان په شمال کې د بلخ ولايت مرکز دی، د هېواد يو له تاريخي او کلتور ښارونو څخه بلل کېږي.
د تاریخي او مذهبي ځایونو سربیره، دا ښار د یو علمي او کلتوري مرکز په توګه هم پیژندل کیږي او بیلابیل کتابتونونه شتون لري چې په سیمه کې د ساینس او کلتور په وده کې مرسته کوي.
د مزارشريف کتابتونونه له ننګونو سره سره لا هم په دې سيمه کې مهم علمي او فرهنګي مرکزونه دي.
د علمي، دیني او کلتوري سرچینو په برابرولو سره، دا کتابتونونه له څیړونکو، محصلینو او عامو خلکو سره مرسته کوي چې په اغیزمنه توګه مطالعه او څیړنه وکړي او په ټولنه کې د کلتور او پوهې وده وکړي.
خو په دې مستند فلم کې مو د مزارشریف ښار یو شمېر مهم کتابتونونه او د هغوی ستونزې راپېژندلي دي.