افغانستان
پاکستان ۵۴ افغان بندیان افغان چارواکو ته وسپارل
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور د اطلاعات امر قريشي بدلون وايي، چې دغه بنديان د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې د خپل بند د مودې له تېرولو وروسته نن (دوشنبه د مرغومې په ١٧مه) افغانستان ته وسپارل شول.
هغه زياته کړه، چې دغه بنديان په پاکستان کې د قانوني اسنادو په لرلو سره د دغه هېواد د پوليسو له خوا نيول شوي او د دوو ورځو او دوو مياشتو ترمنځ يې په بند کې تېر کړي دي.