افغانستانسیمه

د پاکستان سفارت په اسلام اباد کې د شاوخوا ۸۰۰ افغانانو د توقیف په اړه اندېښمن دی

په پاکستان کې د افغانستان د اسلامي امارت سفارت په اسلام اباد کې د شاوخوا ۸۰۰ افغان اتباعو د نیولو او د افغان مهاجرینو د کورونو د پلټنې په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې “د افغانستان د اسلامي امارت سفارت په اسلام اباد کې د هغو کسانو په ګډون چې د اعتبار وړ ویزې، پی او آر او ای سی سی کارتونه لري د شاوخوا ۸۰۰ افغان اتباعو د توقیف په تړاو خپله ژوره اندیښنه څرګندوي.”

په خبرپاڼه کې د پاکستان له حکومته غوښتل شوي چې دغه اندېښنو ته په عاجله توګه رسيدګي وکړي.

دغه سفارت له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو هم په دې برخه کې د مداخلې غوښتنه کړې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button