سپورت
د راشد خان په بریا سره افغانستان د زمبابوې پر وړاندې تاریخي ټیسټ بریا خپله کړه
نن دوشنبه (د مرغومې ۱۷مه) د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې په کوینز سپورټس کلب بلاوایو لوبغالي کې د زمبابوې پر وړاندې په دویمه ټیسټ لوبه کې د ۱-۰ په پایلې سره د دوه اړخیزو ټیسټ سیالیو په زیمبابوې کې خپله لومړۍ بریا ولمانځله.
دا په ټیسټ کرکټ کې د افغانستان څلورمه بریا ده او د کرکټ په اوږده فارمیټ کې یې د لوبډلې دریځ پیاوړی کوي.
لوبه د افغانستان له خوا په لومړۍ پاڼۍ کې په خرابه کارکردګۍ پیل شوه، چې ټولټال یې په ۱۵۷ منډو وسوځېدل.
د زمبابوې توپ وهونکو د بلینګ موزاراباني (۴-۴۸) توپ وهنې په پایله کې لوبه کنټرول کړه او په ځواب کې یې زمبابوې ټولټال ۲۴۳ منډې جوړې کړې او د ۸۶ منډو په توپیر یې بریا خپله کړه، خو افغانستان په دوهمه پاڼۍ کې د پام وړ بریا خپله کړه.