افغانستانسیمه

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو کمېټه: په پاکستان کې د کډوالو وضعیت د “جدي” کېدو په حال کې دی

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو کمېټه په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت خراب بللی او ویلي یې دي چې د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې له وروستیو حکمونو وروسته د دوی ستونزې نورې هم زیاتې شوې دي.

د بشري حقونو د دغه سازمان په اعلامیه کې راغلي چې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د پولیسو او ادارې وروستي اقدامات په دغه هېواد کې د ځورونې، وهلو ټکولو او نورو اداري خنډونو لامل شوي دي.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي: هغه خلک چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري له خطر سره مخ دي او په غير رسمي ډول له پوليسو څخه تېښتې د هغوی کورنۍ.” ته اړ کېږي، چې دا کار پر دوی ډېر دروند رواني او مالي فشارونه اچوي، چې دوی نه شي کولای د ژوند زمينه برابره کړي.

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو کمېټې له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له سازمانونو او ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغان کډوالو له ځورونې، جبري شړلو او له هغو ګواښونو څخه دې وژغوري.

باید وویل شي چې په دغه هیواد کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د بریدونو زیاتوالی او د پاکستان د لوړ پوړو چارواکو غبرګونونه هغه نور لاملونه دي چې له قانوني اسنادو پرته په دغه هیواد کې د مهاجرینو پاتې کیدل یې ستونزمن کړي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button