افغانستان
عزيزي: افغانستان له روسيې او د سيمې له نورو هېوادونو سره د کلتوري اړيکو د پياوړتيا ملاتړ کوي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر وزیر مولوي عتیق الله عزیزي وايي، افغانستان له روسیې او د سیمې له نورو هېوادونو سره د کلتوري اړیکو د پیاوړتیا ملاتړ کوي.
ښاغلي عزیزي د چیچنیا جمهوریت د علومو اکاډمۍ د مشر او د روسیې فدراسیون د مليتونو د شورا د مرستیال جمبولات عمروف په مشرۍ له یوه پلاوي سره په کتنه کې زیاته کړه چې افغانان او د چیچنیا خلک تاریخي او مشترکات کلتوري ارزښتونه لري.
له بلې خوا جمبلوت عمروف هم افغانستان ته له خپل سفر څخه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.