افغانستان
د سرحدونو وزیر: اسلامي امارت هڅه کوي له ګاونډیو سره ښې اړیکې ولري
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير مل پاسوال نورالله نوري تخار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د تخار ولايت د دشت قلعه ولسوالۍ له بندر آى خانم څخه ليدنه وکړه.
ښاغلي نوري د افغانستان او تاجکستان ښو اړیکو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې اسلامي امارت هڅه کوي له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.