افغانستان

د ترکستان په فارياب تير بند کې سختې يخنۍ د دوو تنو ژوند واخيست

د فارياب ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس شمس الدين محمدي اعلان وکړ، چې تېره شپه د سختې يخنۍ او توپان له امله د کوهستان ولسوالۍ په لور روان دوه تنه د ترکستان په تربند سيمه کې مړه شوي دي.

د ښاغلي محمدي په وینا د خدایداد په نوم د یوه تن مړی موندل شوی او د دویم کس جسد لا هم نه دی موندل شوی.

د فارياب ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس زياته کړه چې په واورو کې د ورک شوي کس د جسد د موندلو لپاره د سيمه ييزو مقاماتو هلې ځلې دوام لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button