افغانستانسیمه

په بلخ کې د غره ختونکو له خوا د ۲۱۰۰ مترو په لوړوالي د الک غره فتحه

د بلخ سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د غره ختونکو ټیم د بلخ په نهرشاهي ولسوالۍ کې د «الک» غره ۲۱۰۰ متره لوړ څوکۍ فتحه کړې ده.

د بلخ د بدنی زده کړو له رياست سره په همغږي د ١٣ غره ختونکو دغې ډلې پرون (جمعه د مرغومې په ١٤مه) د الک غره تر ټولو لوړه څوکه فتحه کړه.

د بلخ د غره ختلو فدراسيون مشر مومن سروري وايي، له دې اقدام څخه يې موخه په دې برخه کې د ورزشکارانو ژمنۍ روزنه او همغږي ده.

الکو غر د بلخ ولايت په نهرشاهي ولسوالۍ کې يو له لوړو غرونو څخه دی، چې د پستې ځنګلونه، ناياب مرغان، ډبرې او سختې لارې لري، چې تګ راتګ يې ستونزمن کړی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button