افغانستان
بهر ته د افغان کارګرانو د قانوني لېږد بهیر اسانه کول او بیا کتنه
د اجرائيه رئيس د فرمان له مخې، د کار او ټولنيزو چارو د وزير ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ بهر ته د افغان کارګرانو د قانوني لېږد د اسانتيا په موخه غونډه جوړه شوه.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقی، د کورنيو چارو وزارت مرستيال مولوي محمد نبي عمري، د عامې روغتيا وزارت مرستيال مولوي حمدالله زاهد او د عامې روغتيا وزارت مرستيال عبدالقهار حاجي ادریس، د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې مشر ګډون کړى و.
په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د لېږد بهیر دې چټک شي او د کارګرانو د حقونو د خوندیتوب لپاره دې پنځه اړخیزه هوکړه لیک چمتو شي.