سیمه
په غزه کې د اوربند د خبرو د بیا پیلولو په ترڅ کې د رژیم په بریدونو کې لسګونه فلسطینیان شهیدان شول
صهیونیسټ رژیم په غزه کښې د اوربند د ختمولو د خبرو د بیا پیلولو لپاره په غزې د حملې نوی څپې پیل کړې .
د غزې د حکومت د رسنیو دفتر د الجزیرې له قوله ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۷۳ فلسطینیان وژل شوي دي.
اسرایلو هم د غزې په شمال کې خپلو تازه پوځي عملیاتو ته دوام ورکړی او په بیت لاهیا کې یې د اندونیزیا د روغتون د ویستلو امر کړی دی.
په داسې حال کې چې د حماس غورځنګ تایید کړې، چې په غزه کې د اوربند په اړه له اسرائیلو سره د غیر مستقیمو خبرو اترو نوی پړاو به په دوحه کې ترسره شي.