نړۍ
روسیې جرمني او جاپان ته په امنیت شورا کې د دایمي څوکیو له ورکولو سره مخالفت وکړ
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي جرمني او جاپان ته په امنیت شورا کې د دایمي څوکیو له ورکولو سره د خپل هېواد پر مخالفت ټینګار وکړ.
واسیلي نبنزیا ټینګار وکړ چې جرمني او جاپان به هیڅکله د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د دایمي څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره خپلې هیلې پوره نه کړي.