په سرپل کې د سختې واورې ورېدو له امله د بېړنیو حالاتو ټیمونه ځای پر ځای شوي
د سرپل ولایت په غرنیو سیمو کې له سختو واورو ورېدو وروسته د بېړنیو حالاتو ټیمونه ځای پر ځای شوي دي.
د سرپل والي محمد ظریف مظفري د فواید عامې او طبیعي پېښو ریاستونو ته امر کړی، چې د لویو لارو او غرنیو او سختو لارو د خلاصولو او د واورې د ورښت له امله د تړل شویو لارو د بیا پرانیستلو لپاره جدي اقدامات وکړي.
د سرپل والي همدا راز له مرستندويه موسسو، سوداګرو او مرستندويه ټولنو وغوښتل، چې په اوسنيو شرايطو کې له اړمنو کسانو سره د يخنۍ له امله د رامنځته شوي بشري ناورين مخه ونيسي.
د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، په سرپل کې له تېرې شپې راهیسې سخته واوره ورېدلې او په ځینو ولسوالیو کې د واورې کچه له ۱۰ تر ۳۰ سانتي مترو پورې رسېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د سرپل د والي وياند حبيب الله مسرور ويلي، چې د سختو واورو او توپانونو له امله د بلخاب ولسوالۍ د قم کوتل په سيمه کې ترانسپورتي لاره تړل شوې او د بېرته خلاصولو هڅې يې روانې دي.