سیمه
په پاکستان کې د ناموسي وژنو له امله ۳۴۶ ښځې وژل شوي دي
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه تر نومبر میاشتې پورې په دغه هېواد کې د ناموسي وژنو له امله ۳۴۶ ښځې وژل شوي دي.
د پاکستان د بشري حقونو ډله د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د ناموسي وژنو لړۍ لا هم په ټول هېواد کې یوه جدي ستونزه وه او د دغو جرمونو لویه شمېره په ځانګړې توګه په سند او پنجاب ایالتونو کې ثبت شوې ده.