افغانستان
په بلخ کې څه باندې ۱۶ زره جریبه ځمکه د حکومت له لوري تصفیه شوه
د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، ۱۶ زره ۱۰۹ جریبه ځمکه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار او د دغه ولایت په مارمل او شولګر ولسوالیو کې جوړه شوې ده.
د عدليې وزارت د معلوماتو له مخې، دغه ځمکې د ځمکو د غصب د مخنيوي کمېټې د تخنيکي پلاوي له څېړنو وروسته د دولتي ځمکو په توګه پېژندل شوې دي.