افغانستان

په هرات ولایت کې د ۱۴ مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې پیل شوه

د اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د منظورۍ له مخې د هرات ولایت د ۱۴ ولسوالیو په کلیو کې چې له مخابراتي خدمتونو څخه بې برخلیکه دي، د ۱۰ مې TDF پروژې (لوټ ۳) څخه به د سلام شبکې ۱۴ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شي.

همدارنګه د افغان بسیم شبکې یوه مخابراتي سایټ به د کهسان ولسوالۍ له کمانه کلي څخه د فرسۍ ولسوالۍ د سیخ سر سیمې ته وصل شي.

د هرات د مخابراتو رئیس حافظ خیرالله خیرخواه وايي: د دې اقداماتو موخه مخابراتي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي او په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي اسانتیاوو رامنځته کول دي.

حفيظ خيرخواه دغه راز وويل، چې د يادو سايټونو د لومړنۍ سروې چارې د لوېديځ زون د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست، د اترا ادارې او افغان مخابراتي شرکت د استازو په ګډون د يوې ګډې کمېټې له خوا د اړوندو ولسواليو له ولسوالانو سره په همغږۍ ترسره شوې دي.

د هرات د مخابراتو رييس زياته کړه چې د دغو سايټونو د جوړولو کار به د اداري طرزالعمل په بشپړولو او د هوا د ښه والي په صورت کې ژر پيل شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button