افغانستان

د شاه او عروس بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند نن (سه شنبه د مرغومې ۱۱ مه) د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور په دې مراسمو کې وویل چې د شاه او عروس بند به په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزه هواره کړي.

د ښاغلي منصور په وینا، د دغه بند پر جوړېدو څه باندې ۲۵۰ میلیونه ډالره لګښت راغلی، چې د کابل ۲۰ زره اوسېدونکو ته د څښاک اوبه برابروي او ۳۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

د کابل والي ملا امین الله عبید د دې برخې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په هېواد کې د امنیت د تامین ترڅنګ ګڼې لویې پرمختیايي پروژې هم پلي شوي دي.

نوموړي د شاه او عروس بند پروژه یوه ستره لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت د خلکو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کار کوي.

دغه راز د لومړي وزير اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند هم په دې مراسمو کې وويل چې د دغه بند عملي کېدل د هېواد د اوبو د مديريت لپاره يو مهم ګام دى.

د لومړی وزير اقتصادي مرستيال زياته کړه چې په اوسني تاريخ کې د لسيزو جګړو له امله د هېواد د اوبو په برخه کې بنسټيز کار نه دى شوى.

د ښاغلي برادر په وینا، اسلامي امارت په مسلکي توګه د شاه او عروس بند کارونه چې په ۲۰۰۹ کال کې پیل شوي، بشپړ کړي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button