افغانستاننړۍ

ستانکزي د اذربایجان د مسافر وړونکې الوتکې د غورځېدو له امله خواشیني څرګنده کړه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د دغه هېواد له سفیر سره په کتنه کې د اذربایجان د مسافر وړونکې الوتکې د غورځېدو له امله خواشیني څرګنده کړه.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د یکشنبې په ورځ ( مرغومې۹ مه) خپره شوه، په دې کتنه کې ښاغلي ستانکزي د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

له بلې خوا په کابل کې د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د الوتکې د غورځېدو په اړه د افغانستان له خلکو سره د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام د ورورګلوۍ او د یو بل د پالنې نښه وبلله او قدرداني یې وکړه.

هغه زیاته کړه، هېواد یې له افغانستان سره د سیاسي اړیکو پراخولو ته لېوال دی او د اقتصادي پیاوړتیا او هر اړخیزې هوساینې په برخو کې همکارۍ ته چمتو دی. نوموړي دغه راز د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا د دواړو هېوادونو لپاره ارزښتناکه وبلله.

د يادونې ده، چې تېره اونۍ د اذربايجان د هوايي شرکت د يوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له امله ٣٨ تنه مړه شوي وو. د اذربایجان ولسمشر ویلي، چې دا پېښه د روسیې له خاورې د یوه ناڅاپي ډزو له امله شوې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button