نړۍ
د امریکا پخوانی ولسمشر جیمي کارټر ومړ
الجزیرې چینل د رویټرز په حواله ویلي: د امریکا پخوانی ولسمشر جیمي کارټر چې د نوبل د سولې جایزه یې ګټلې وه، د سلو کلونو په عمر ومړ.
کارټر د امریکا د متحده ایالاتو تر ټولو پخوانی ژوندی ولسمشر و.
کارټر د ۱۹۲۴ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه زېږېدلی او په ۱۹۷۶ کال کې یې د امریکا د متحده ایالاتو د دیموکرات ګوند د نوماند په توګه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه واخیسته او د دغه هېواد د هغه وخت ولسمشر جیرالډ روډولف فورډ په ټاکنو کې د پاتې کېدو مخه ونیوله. په سپینه ماڼۍ کې د هغه دوهم حضور او د متحده ایالاتو د 39م ولسمشر په توګه وټاکل شو.