افغانستان
په کونړ کې د اجباري ودونو مخه ونیول شوه
د امر به معروف و نهی د منکر او د شکایتونو اورېدل چارواکي وايي، په کونړ ولایت کې د محتسب ادارې د هغه اجباري ودونو مخه نیولې چې په ترڅ کې یې یوه پلار خپله ۱۸ کلنه لور یوه ۷۰ کلن سړي ته د ۲۰۰ زره افغانیو په بدل کې ورکړې وه.
د شریعت له نظره نکاح یو مقدس تړون دی او د دواړو خواوو رضایت اړین دی.