د الازهر پوهنتون په یوه بیان کې د اسرائیلي پوځ له خوا د «کمال عدوان» روغتون سوځول او د ډاکټرانو او ناروغانو تښتول او نامعلومو ځایونو ته د هغوی لېږدول غندلي دي.
په بیان کې ویل شوي: “په غزه کې په روغتونونو او کلینیکونو کې د ناروغانو او ټپیانو په نښه کول یو ناوړه اخلاقي جرم دی.”
د غاصب رژیم جنایت به په تاریخ کې ثبت وي او تاریخ به د دغو ترهګرو او هغو کسانو د شرم شاهد وي چې له دوی سره مرسته کوي او وسلې ورکوي.