سیمه

حزب الله: اقدام به کوو!

د لبنان په سویل کښې د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو په دوام کښې چې د حکومت د بې کفايتۍ، د څارونکو په توګه د امريکې او فرانسې د چوپتيا او د لبنان د فوځ له کمزورتيا سره مخامخ دی، حزب الله په جنګ کښې د يو ځل بيا د داخلېدو خبرداری ورکړ.

د لبنان الاخبار ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د اوربند د دویمې میاشتې په داخلیدو سره، د صهیونیسټی پوځیانو له خوا د پرله پسې سرغړونو له امله د دغه اوربند د ماتیدو په اړه اندیښنې زیاتې شوی دی.

د الاخبار ورځپاڼې راپور ورکړی چې حزب الله له صهیونیسټ رژیم سره د اوربند موافقې ته غاړه کیږدی خو د لبنان د ځان د دفاع د حق په اجرا کښې به هیڅ ځنډ ونه کړی.

د دغې ورځپاڼې په وینا که په لبنان کښې رسمی امنیتی ځواکونه صهیونیسټ رژیم ته د خپلو حملو د بندولو په قانع کولو کښې ناکام شی، د حزب الله ځواکونه به مداخله وکړی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button