نړۍ
سپینې ماڼۍ د الوتکې په نسکورولو کې د روسیې د رول په اړه ادعاوې تکرار کړې
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان کربي د جمعې په ورځ (مرغومې ۷) ځینې ګنګوسې تکرار کړې چې ګواکې د اذربایجان جمهوریت مسافر وړونکې الوتکه د روسیې د هوايي دفاعي سیستم له خوا ویشتل شوې ده.
کربي ادعا وکړه چې لومړني شواهد ښیې چې الوتکه چې په قزاقستان کې نسکوره شوې د روسیې د هوايي دفاعي سیسټم لخوا په نښه شوې وه.
خو د اذربایجان جمهوریت د امنیتي دلایلو له امله د روسیې څو ښارونو ته د خپلو هوايي شرکتونو الوتنې وځنډولې.