د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د سوریې د انتقالي حکومت د بهرنیو چارو له وزیر اسد الشیباني سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلي متقي دوی ته د بریا مبارکي وویله او د عمومي بښنې او ښې حکومتولۍ په برخه کې یې د سوریې د حکومت د دریځونو ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې افغانستان او له سوریې سره به منظمې دیپلوماتیکې اړیکې جوړې شي
ښاغلي ټیکل زیاته کړه چې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر هم هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو اړیکې به پراخې شي او د دواړو لورو پلاوي به سره وګوري او خبرې اترې وکړي.